دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 281074
په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۸۶ زره ټنه مالونه د اورګاډي له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي
د هېواد د اوسپنې پټلۍ مسوولين وايي، چې په تېره يوه اوونۍ کې د افغانستان د اورګاډي له لارې ٨٥ زره ٨٠١ مټريک ټنه لېږد رالېږد شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اورګاډي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه لېږد تېره ورځ د هېواد له دریو بندرونو څخه د اورګاډي پټلۍ له لارې وشو.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په تېر کې ۵۷ زره ۸۲۴ ټنه د حيرتان بندر له لارې، ۵ زره ۸۳۸ ټنه د اقينې له لارې او ۲۲ زره ۱۳۹ ټنه د تورغونډۍ له لارې لېږدول شوي دي.
 
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رياست په خپله خبرپاڼه کې زياته کړې، چې دغه رياست هڅه کوي، چې د لېږد رالېږد لپاره مناسب شرايط او سوداګرو ته ښې اسانتياوې برابرې کړي.
 
تېره اوونۍ ۵۱ زره ۲۵۲ ټنه د اورګاډي له لارې افغانستان ته انتقال شول.
https://avapress.com/vdchqznik23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته