کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۸۶ زره ټنه مالونه د اورګاډي له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي

5 قوس 1402 ساعت 9:42

د هېواد د اوسپنې پټلۍ مسوولين وايي، چې په تېره يوه اوونۍ کې د افغانستان د اورګاډي له لارې ٨٥ زره ٨٠١ مټريک ټنه لېږد رالېږد شوى دى.


آوا - کابل: د افغانستان د اورګاډي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه لېږد تېره ورځ د هېواد له دریو بندرونو څخه د اورګاډي پټلۍ له لارې وشو.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په تېر کې ۵۷ زره ۸۲۴ ټنه د حيرتان بندر له لارې، ۵ زره ۸۳۸ ټنه د اقينې له لارې او ۲۲ زره ۱۳۹ ټنه د تورغونډۍ له لارې لېږدول شوي دي.
 
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رياست په خپله خبرپاڼه کې زياته کړې، چې دغه رياست هڅه کوي، چې د لېږد رالېږد لپاره مناسب شرايط او سوداګرو ته ښې اسانتياوې برابرې کړي.
 
تېره اوونۍ ۵۱ زره ۲۵۲ ټنه د اورګاډي له لارې افغانستان ته انتقال شول.


د مطلب کود: 281074

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281074/په-تېره-یوه-اوونۍ-کې-شاوخوا-۸۶-زره-ټنه-مالونه-د-اورګاډي-له-لارې-افغانستان-ته-لېږدول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com