دخپریدو نیټه :شنبه ۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 281036
افغانستان ته د ایران د نفتو د صادراتو زیاتوالی
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار افغانستان ته د نفتو په صادراتو کې ۴ سلنه زیاتوالی اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د هغه په ​​وينا، په تېرو اوو مياشتو کې افغانستان ته د ايران د نفتو صادرات څلور سلنه زيات شوي دي.
 
محمد مهدي جوانمرد قصاب وویل: ایران د افغانستان په وارداتي بازار کې ۳۵ سلنه ونډه لري چې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو په برخه کې د پام وړ شمېره ده.
 
هغه زیاته کړه: "دواړه هیوادونه د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره لوړ ظرفیتونه لري، په ځانګړې توګه د انجنیري، ترانسپورت او ټرانزیټ تخنیکي خدماتو په برخه کې.
 
جوانمر قصاب زیاته کړه چې ایران او افغانستان کولی شي د یو بل بشپړونکي وي او له دغو شرایطو څخه د ښه ګټې اخیستنې لپاره اوږد مهاله ستراتیژیک پلان ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcfmyd0vw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته