کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان ته د ایران د نفتو د صادراتو زیاتوالی

4 قوس 1402 ساعت 14:46

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار افغانستان ته د نفتو په صادراتو کې ۴ سلنه زیاتوالی اعلان کړ.


آوا: د هغه په ​​وينا، په تېرو اوو مياشتو کې افغانستان ته د ايران د نفتو صادرات څلور سلنه زيات شوي دي.
 
محمد مهدي جوانمرد قصاب وویل: ایران د افغانستان په وارداتي بازار کې ۳۵ سلنه ونډه لري چې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو په برخه کې د پام وړ شمېره ده.
 
هغه زیاته کړه: "دواړه هیوادونه د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره لوړ ظرفیتونه لري، په ځانګړې توګه د انجنیري، ترانسپورت او ټرانزیټ تخنیکي خدماتو په برخه کې.
 
جوانمر قصاب زیاته کړه چې ایران او افغانستان کولی شي د یو بل بشپړونکي وي او له دغو شرایطو څخه د ښه ګټې اخیستنې لپاره اوږد مهاله ستراتیژیک پلان ته اړتیا لري.


د مطلب کود: 281036

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281036/افغانستان-ته-د-ایران-نفتو-صادراتو-زیاتوالی

آوا
  https://www.avapress.com