دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 280354
تركيې د هېواد د داخلې د ازموينې د سيستم د عصري كولو لپاره خپل چمتووالى اعلان كړى دى
په کابل کې د ترکیې شارژدافیر وايي، هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی او غواړي له افغان حکومت سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د پوهنې او د کانکور د ازموینې د سیستم د عصري کولو په برخه کې همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د ترکیې شارژدافیر جنګ اونال ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو پراخول غواړي او له افغان حکومت سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د پوهنې او د ښوونځیو د عصري کولو په برخو کې همکاري کوي.
 
ده همداراز وویل: ترکیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو ټینګول غواړي. تعلیم د دوی لومړیتوب دی. موږ غواړو له افغانستان سره خپلې څو کلنې تجربې شریکې کړو او د ظرفیت لوړولو ته ارزښت ورکړو.
 
همدارنګه د ترکیې د ملي ازموینو د ادارې مرستیال ییل شنګون وویل: «موږ د ازموینو د اخند په برخه کې د کلونو کلونو تجربه لرو. دقت زموږ په اصولو کې تر ټولو مهم اصل دی. موږ هر کال له پنځو زرو څخه زیاتې پوښتنې له تکرار پرته چمتو کوو او غواړو چې دا تجربه له افغانستان سره هم شریکه کړو.»
 
په ورته وخت کې د ازموینو د ملي ادارې مسوولین وايي چې د پوهنې په برخه کې د ترکیې له مشرانو او چارواکو څخه د لا زیاتې مرستې او همکارۍ غوښتونکي دي او غواړي چې په افغانستان کې د ترکیې له پرمختللی سیستم څخه کار واخلي، څو دوی ته د زده کړو کیفیت برابر کړي. 
 
د ملي ازموينو رياست چارواکي وايي، چې د ازموينې په برخه کې د بوديجې او اسانتياوو له کمښت سره مخ دي او دا مهال غواړي د هند سيسټم په ترکي ژبه بدل کړي.
https://avapress.com/vdchmvnik23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته