دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 280301
خلک په هیواد کې د "انټرنټ" د لوړ نرخ او ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي
د هېواد يو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د انټرنېټ له لوړې بيې شکايت کوي او وايي چې په افغانستان کې د انټرنېټ بيه د ګاونډيو هېوادونو په پرتله څو برابره لوړه ده. دوی همدا راز زیاتوي، چې مخابراتي شبکې په ټیټ سرعت او کیفیت سره خلکو ته انټرنېټي خدمات وړاندې کوي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د هېوادوالو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان له ۱۰۰ څخه د ډېرو مخابراتي شبکو له خوا چې تر ټولو ټیټ سرعت لري او په ځینو سیمو کې یو جي بي انټرنېټ په هېوادوالو پلورل کېږي.
 
د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکي ظاهر احمدي افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د انټرنېټ بیه د ګاونډیو هېوادونو په پرتله څو برابره لوړه ده. له بلې خوا مخابراتي شبکې خلکو ته په ټیټ سرعت انټرنیټ برابروي.
 
هغه زياته کړه: کله چې موږ له مخابراتي شبکو څخه انټرنېټ په ډېرو پيسو اخلو، په يوه سيمه کې ښه انتن لري او په بله سيمه کې کار نه کوي، چې خلکو ته يې ګڼې ستونزې پيدا کړې دي.
 
د کابل دغه اوسېدونکی وايي، د انټرنېټ ټيټ سرعت د ډېرو هېوادوالو په ورځنيو کارونو کې ستونزې را ولاړې کړي، ځکه که موږ وغواړو چې مواد، عکسونه او ويډيوګانې ولېږدوو، د لېږلو لپاره يې ساعتونه انتظار باسو.
 
په همدې حال کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکی ضیا رسولي هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې موږ په ۵۰۰ افغانیو ۴ جي بي انټرنیټ فعالوو او کله چې یې د کارولو هڅه وکړو سمه کار نه کوي.
 
هغه د دې په څرګندولو سره چې د هېواد په ټولو مخابراتي شبکو کې انټرنېټ په سمه توګه کار نه کوي، ټینګار وکړ: ما د دغو شبکو سیم کارتونه کارولي، خو هیڅ یو یې هم د خلکو اړتیاوو ته په کتو با کیفیته انټرنیټ نه لري.
 
د کابل دغه اوسېدونکی وايي، هغه انټرنېټي کڅوړې چې مخابراتي شرکتونه پر هېوادوالو پلوري حقیقي نه دي او زیاته یې کړه، چې د مخابراتي شبکو له خوا پر پېرېدونکو پلورل شوي انټرنېټي کڅوړې لږې دي.
 
د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکی نور حسین هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په افغانستان کې انټرنېټ ډېر خراب کیفیت لري او بیه یې ډېره لوړه ده او په افغانستان کې د مخابراتي شبکو بندښت ښاریانو ته ګڼې ستونزې را ولاړې کړي دي.
 
هغه زیاته کړه: د مخابراتي شبکو له خوا د انټرنیټ د لوړ سرعت په اړه شوې ادعاوې ټول درواغ دي، ځکه ما له دې ټولو شبکو کار اخیستی او د انټرنیټ کیفیت ټیټ دی.
 
خو د اسلامي امارت د مخابراتو وزارت ویلي چې د انټرنیټ د کیفیت د لوړولو لپاره تخنیکي ټیمونه کار کوي. دوی ویلي چې د افغانستان په اکثرو سیمو کې کیفیت ښه دی او په ځینو ځایونو کې چې کیفیت یې ټیټ دی، په تخنیکي برخه کې هم ورته ټکي او کار روان دی.
 
ومو غوښتل چې د مخابراتي شرکتونو په اړه د هېوادوالو د شکايتونو په اړه د هغوى نظر هم واخلو، خو له ډېرو زنګونو سره مو له دغو شبکو سره اړيکه ټينګه نه کړه.
 
په افغانستان کې له څه باندې یوې نیمې لسیزې راهیسې څلور خصوصي مخابراتي شبکې او یوه دولتي مخابراتي شبکه فعالیت کوي، خو د دغو مخابراتي شبکو ترمنځ د رقابت د رامنځته کېدو سره سره د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د هېوادوالو ستونزې نه دي حل شوي. دوی.
 
د افغانستان انټرنېټ له پاکستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه د آپټیکل فایبر له لارې واردېږي او د افغانستان مخابراتي مخابراتي شرکت له بهر څخه افغانستان ته د انټرنېټ د واردولو او په هېواد کې دننه خصوصي شرکتونو ته د وېش مسوولیت لري.
https://avapress.com/vdcjyye8vuqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته