دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 280103
د پاکستان حکومت: ۲۵ زره افغان کډوال چې د امریکا ویزو ته انتظار باسي، نه شړل کېږي
د پاکستان موقت لومړي وزیر انور الحق کاکړ ویلي، هغه افغان کډوال چې د امریکا د ویزې ترلاسه کولو ته په تمه دي، له دغه هېواده د ناقانونه کډوالو د ایستلو په پروګرام کې شامل نه دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان لومړي وزیر تېره چهارشنبه د عقرب ۱۷ مه په یوه خبري ناسته کې وویل چې چارواکي به یوازې هغه پناه غوښتونکي چې په غیر قانوني توګه په هېواد کې اوسېږي، اخراج کړي.
 
هغه ټینګار وکړ چې ۱.۴ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې په «عزت او بشپړ امنیت» سره ژوند کوي.
 
کاکړ د غیرقانوني پناه غوښتونکو په اړه وویل، "دوی نشي کولی په پاکستان کې د تل لپاره ژوند وکړي."
 
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان شاوخوا لس ورځې وړاندې له یو میلیون څخه د زیاتو افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړه.
https://avapress.com/vdcjyye8tuqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته