دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 279932
په تورخم کې له پاکستانه ایستل شوي څه باندې زر ناروغه کډوال تر درملنې لاندې دي
د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د روغتیا څانګې کارکوونکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تورخم په پوله کې له پاکستان څخه ایستل شوي ۱۹۱۵ ناروغه کډوال معاینه او درملنه یې کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت په خپل ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د ۲۰۱ د خالد بن ولید قول اردو د روغتیا ریاست کارکوونکو په وروستیو کې له پاکستان څخه راایستل شوي ۱۹۱۵ ناروغه کډوال معاینه او درملنه یې کړې ده.
 
دغه وزارت زیاته کړه، چې دغه ناروغان د ارتوپیدي، غاښونو، جراحۍ، لابراتوار، ځیګر، او نورو څانګو کې تر درملنې لاندې دي او د دې ترڅنګ روغتیايي ټیمونه د ملي دفاع وزارت د نورو مسلکي ټیمونو په ملتیا شپه او ورځ په روغتون کې فعالیت کوي.
 
د ځايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان د سرپرست حکومت له لوري د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته څه باندې پنځوس زره کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
https://avapress.com/vdchxwnii23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته