کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تورخم کې له پاکستانه ایستل شوي څه باندې زر ناروغه کډوال تر درملنې لاندې دي

16 عقرب 1402 ساعت 10:54

د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د روغتیا څانګې کارکوونکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تورخم په پوله کې له پاکستان څخه ایستل شوي ۱۹۱۵ ناروغه کډوال معاینه او درملنه یې کړې ده.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت په خپل ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د ۲۰۱ د خالد بن ولید قول اردو د روغتیا ریاست کارکوونکو په وروستیو کې له پاکستان څخه راایستل شوي ۱۹۱۵ ناروغه کډوال معاینه او درملنه یې کړې ده.
 
دغه وزارت زیاته کړه، چې دغه ناروغان د ارتوپیدي، غاښونو، جراحۍ، لابراتوار، ځیګر، او نورو څانګو کې تر درملنې لاندې دي او د دې ترڅنګ روغتیايي ټیمونه د ملي دفاع وزارت د نورو مسلکي ټیمونو په ملتیا شپه او ورځ په روغتون کې فعالیت کوي.
 
د ځايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان د سرپرست حکومت له لوري د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته څه باندې پنځوس زره کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.


د مطلب کود: 279932

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279932/په-تورخم-کې-له-پاکستانه-ایستل-شوي-څه-باندې-زر-ناروغه-کډوال-تر-درملنې-لاندې-دي

آوا
  https://www.avapress.com