دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 279883
د یوه افغان سوداګر له خوا د مهاجرینو د اوسیدو لپاره د درې سوه جریبه ځمکې تخصیص
حکيم الله نورزي يو افغان سوداګر د خپل پلار درې سوه جريبه ځمکه د هغو افغان کډوالو د اوسېدو لپاره ځانګړې کړې چې له پاکستانه ايستل کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: افغان سوداګر حکیم الله نورزي ملي ټلویزیون ته وویل، چې د اروزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یې دغه ځمکه د لسو کلونو لپاره راستنېدونکو کورنیو ته ځانګړې کړې ده.
 
دغه افغان سوداګر وايي، چې دى او يو شمېر نور سوداګر په پام کې لري، چې له پاکستانه راستنېدونکو کورنيو ته د پاکو اوبو او نورو اسانتياوو برابر کړي.
 
پاکستان د نومبر په دویمه په رسمي ډول د ۱.۷ میلیونو نه د زیاتو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان سرحدي چارواکو ويلي، چې د اکتوبر مياشتې له پيل راهيسې، چې افغان مهاجرينو ته يې اخطار ورکړل شوى، نږدې دوه سوه زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
https://avapress.com/vdcc4oqi12bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته