کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یوه افغان سوداګر له خوا د مهاجرینو د اوسیدو لپاره د درې سوه جریبه ځمکې تخصیص

15 عقرب 1402 ساعت 13:13

حکيم الله نورزي يو افغان سوداګر د خپل پلار درې سوه جريبه ځمکه د هغو افغان کډوالو د اوسېدو لپاره ځانګړې کړې چې له پاکستانه ايستل کېږي.


آوا - کابل: افغان سوداګر حکیم الله نورزي ملي ټلویزیون ته وویل، چې د اروزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یې دغه ځمکه د لسو کلونو لپاره راستنېدونکو کورنیو ته ځانګړې کړې ده.
 
دغه افغان سوداګر وايي، چې دى او يو شمېر نور سوداګر په پام کې لري، چې له پاکستانه راستنېدونکو کورنيو ته د پاکو اوبو او نورو اسانتياوو برابر کړي.
 
پاکستان د نومبر په دویمه په رسمي ډول د ۱.۷ میلیونو نه د زیاتو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان سرحدي چارواکو ويلي، چې د اکتوبر مياشتې له پيل راهيسې، چې افغان مهاجرينو ته يې اخطار ورکړل شوى، نږدې دوه سوه زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.


د مطلب کود: 279883

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279883/د-یوه-افغان-سوداګر-له-خوا-مهاجرینو-اوسیدو-لپاره-درې-سوه-جریبه-ځمکې-تخصیص

آوا
  https://www.avapress.com