دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 279508
حماس د صهیونیسټ رژیم د بندیانو د خوشې کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ
د حماس ویاند اعلان وکړ چې دغه غورځنګ د صهیونیسټ رژیم د بندیانو د آزادولو لپاره په دې شرط چمتو دی چې ټول فلسطیني بندیان خوشي کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند حازم قاسم وویل: صهیونیسټ رژیم به یوازې د بندیانو د تبادلې د موافقې له لارې خپل بندیان چې ټول فلسطینیان پکښې شامل وی، خوشی کړی.
 
د ایران د مطبوعاتو له مخې، د حماس ویاند زیاته کړه: صهیونیسټ رژیم د خپلو بندیانو د آزادولو ادعا کوي خو پر غزې باندې د بې هدفه بریدونو سره د هغوی ژوند په خطر کې اچوي.
 
د غزې تړانګې د استوګنې په سیمو د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې په پرله پسې توګه څلورمې اونۍ ته داخلې شوې او د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا تر اته زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي چې نیمايي یې بې دفاع او مظلوم فلسطینی ماشومان دي.
 
https://avapress.com/vdcgzy9x7ak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته