کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حماس د صهیونیسټ رژیم د بندیانو د خوشې کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ

9 عقرب 1402 ساعت 10:34

د حماس ویاند اعلان وکړ چې دغه غورځنګ د صهیونیسټ رژیم د بندیانو د آزادولو لپاره په دې شرط چمتو دی چې ټول فلسطیني بندیان خوشي کړي.


آوا: د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند حازم قاسم وویل: صهیونیسټ رژیم به یوازې د بندیانو د تبادلې د موافقې له لارې خپل بندیان چې ټول فلسطینیان پکښې شامل وی، خوشی کړی.
 
د ایران د مطبوعاتو له مخې، د حماس ویاند زیاته کړه: صهیونیسټ رژیم د خپلو بندیانو د آزادولو ادعا کوي خو پر غزې باندې د بې هدفه بریدونو سره د هغوی ژوند په خطر کې اچوي.
 
د غزې تړانګې د استوګنې په سیمو د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې په پرله پسې توګه څلورمې اونۍ ته داخلې شوې او د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا تر اته زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي چې نیمايي یې بې دفاع او مظلوم فلسطینی ماشومان دي.
 


د مطلب کود: 279508

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279508/حماس-د-صهیونیسټ-رژیم-بندیانو-خوشې-کولو-لپاره-چمتووالی-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com