دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 279449
د نشه يي توکو او وسلو درې تنه قاچاق وړونکي له اته زره بېلابېل ډوله مرميو سره ونيول شول
د ملي دفاع وزارت وايي، د کشفي او کشفي راپورونو پر بنسټ د ۲۰۵ اتل قول اردو منسوبینو د نشه يي توکو او وسلو درې تنه قاچاق وړونکي له ۸۰۰۰ ډول ډول مرمیو سره چې د چرس په پاکټونو کې یې ځای پر ځای کړي وو، نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د دفاع وزارت په ایکس  ټولنیزه پاڼه کې لیکلی چې د ۲۰۵ البدر قول اردو د کشفی راپورونو په اساس، درې تنه د نشه یی توکو او وسلو قاچاقبران نیول شوی دی.
 
ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې دغو کسانو پلان درلود، چې چرس او مهمات قاچاق کړي، چې په یوه فیلډر ډوله موټر کې یې پاکستان ته انتقال کړي وو، چې بالاخره د سپین بولدک ولسوالۍ له منار چوک څخه د کشفي او استخباراتي ځواکونو له خوا ونیول شول.
 
  دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت ځواکونو په هلمند ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو څلور کسیزه ډله نیولې وه.
 
https://avapress.com/vdcayonuo49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته