افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د حکومت، رسنیو د استازو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
خان ولي احمدزي او نورالله ستانکزي د خبریالانو او رسنیو په استازیتوب د دولتي ادارو له همغږۍ او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې خبریالان له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي.
دوی د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کړنو ستاینه وکړه او اطلاعاتو ته د وخت د لاسرسي غوښتنه یې وکړه.
په همدې حال کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رييس رفيع الله صميم وويل: د رسنيو مسوولينو د ټولو اصولو له مخې خپرونې کړې او تر اوسه د دولت او رسنيو ترمنځ کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
ښاغلي صمیم همداراز هیله څرګنده کړه، چې رسنۍ باید پرته له کومې وېرې خپلو رسنیو ته دوام ورکړي او هیڅ محدودیتونه شتون نلري.
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د دولتي ادارو وياندويانو، د خصوصي او دولتي رسنيو استازو، خبريالانو او د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديې او د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوولينو هم حضور درلود.