کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوګر د رسنیو مسوولینو پر وخت اطلاعاتو ته د لاسرسي غوښتنه وکړه

2 عقرب 1402 ساعت 11:55

په لوګر ولایت کې د یو شمېر خصوصي او دولتي رسنیو مسوولینو د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس رفیع الله صمیم سره په کتنه کې اطلاعاتو ته د وخت د لاسرسي غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د حکومت، رسنیو د استازو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
 
خان ولي احمدزي او نورالله ستانکزي د خبریالانو او رسنیو په استازیتوب د دولتي ادارو له همغږۍ او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې خبریالان له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي.
 
دوی د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کړنو ستاینه وکړه او اطلاعاتو ته د وخت د لاسرسي غوښتنه یې وکړه.
 
په همدې حال کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رييس رفيع الله صميم وويل: د رسنيو مسوولينو د ټولو اصولو له مخې خپرونې کړې او تر اوسه د دولت او رسنيو ترمنځ کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
 
ښاغلي صمیم همداراز هیله څرګنده کړه، چې رسنۍ باید پرته له کومې وېرې خپلو رسنیو ته دوام ورکړي او هیڅ محدودیتونه شتون نلري.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د دولتي ادارو وياندويانو، د خصوصي او دولتي رسنيو استازو، خبريالانو او د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديې او د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوولينو هم حضور درلود.
 


د مطلب کود: 279056

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279056/د-لوګر-رسنیو-مسوولینو-پر-وخت-اطلاعاتو-ته-لاسرسي-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com