دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۵
د مطلب کود : 277787
سیمه ایزې ننګونې د د ګډې حل لارې او د همکارۍ په فضا کې حل شي
د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین په تبت کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې وویل، د سیمه ییز ثبات پر وړاندې شته ننګونې باید د ګډې حل لارې او د همکارۍ په فضا کې حل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پر خپله اکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د پاکستان موقت خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني د هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال امیر خان متقي سره وکتل. د چین په تبت کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل، د سیمه ییز ثبات پر وړاندې شته ننګونې باید د ګډې حل لارې او د همکارۍ په فضا کې حل شي.
 
په دې کتنه کې ښاغلي جیلاني له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه ییزو ننګونو د حل لپاره د اسلام اباد پر ژمنو ټینګار وکړ.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر لیدنه په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان حکومت له خپل هیواد څخه د یو میلیون افغان کډوالو د ایستلو پریکړه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcdj50x5yt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته