دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 35730
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره کابل ته راورسېده
میرمن کهر به لومړی له خپل افغان سیال زلمي رسول او وروسته له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر کابل ته رارسیدلې او له افغان چارواکو سره به د سولې په اړه خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل، چې میرمن کهر به لومړی له خپل افغان سیال زلمي رسول او وروسته له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.

ټاکل شوې، چې حنا رباني کهر له غرمې وروسته له خپل افغان سیال سره یوځای خبري کانفرانس هم ولري.

یو شمېرکار پوهان په دې باور دي، چې پاکستان غواړي، د بهرنیو چارو وزیرې د سفر له لارې د افغانستان د سولې په خبرو کې ځان شامل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه دا د میرمن کهرلومړنی سفر دی چې افغانستان ته یې کوي.

نوموړې په داسې حال کې کابل ته راغلې چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د یو لړ پیښو له امله د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شوي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxedm.w6dtmaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته