دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 36569
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وايي، د سولې پروسه باید د افغانانو په مشری وي
ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هیلري کلېنټن نن په لندن کې له خپلې پاکستانۍ سیالې حنا رباني کهر سره خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وايي، د افغانستان د سولې پروسه باید د افغانانو په مشری وي او د همدوي له خوا پلان شې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا ربانې کهر څرګنده کړې، چې هېواد یې د افغان حکومت د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې له طالبانو سره یې یو سیاسي هواري ته د رسیدو لپاره کوي، خو نه غواړي په افغانستان کې د سولې د بهیر مشري وکړي چې په ترڅ کې یې پر افغانانو د هواري یوه لاره ور وتپل شي.

ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هیلري کلېنټن نن په لندن کې له خپلې پاکستانۍ سیالې حنا رباني کهر سره خبرې وکړي.

تر نومبر وروسته چې امريکايي ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه په مومندو ایجنسۍ کې په تېروتنې ٢٤ تنه پاکستاني سرتېري ووژل، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې کړکېچنې شوې وې.

د دې پېښې په عکس العمل کې پاکستان هغه لارې وتړلې چې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته ورباندې اکمالات کېدل.

تېر پسرلى په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته واشنګټن د افراطيت په وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلام اباد د هوډ په اړه ځينې پوښتنې مطرح کړې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyn9w.ak9334g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته