د ایران اسلامي جمهوریت په یوه بشري اقدام کې په افغانستان کې د معتادینو له کمپ سره پنځوس ټنه اوړه مرسته وکړه او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د چارواکو په وینا؛ ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې نورې مرستې هم ولګول شي.
افغان غږ خبری آژانس - په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلی چې په یوه بشری اقدام کې یې په افغانستان کې د معتادینو له کمپ سره ۵۰ ټنه اوړه مرسته وکړه. دغه راز په کابل کې د ایران د سفارت چارواکو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به ایران له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې نورې مرستې هم ولګوي. د ايران اسلامي جمهوريت تر اوسه پورې په بيلابيلو وختونو کې د افغانستان له اړمنو خلکو سره د مرستو ډيرې مرستې کړي دي.