کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د روږدو کسانو له کمپ سره ۵۰ ټنه اوړه مرسته وکړه

11 میزان 1402 ساعت 9:51

د ایران اسلامي جمهوریت په یوه بشري اقدام کې په افغانستان کې د معتادینو له کمپ سره پنځوس ټنه اوړه مرسته وکړه او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د چارواکو په وینا؛ ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې نورې مرستې هم ولګول شي.


آوا - په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلی چې په یوه بشری اقدام کې یې په افغانستان کې د معتادینو له کمپ سره ۵۰ ټنه اوړه مرسته وکړه.
 
دغه راز په کابل کې د ایران د سفارت چارواکو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به ایران له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې نورې مرستې هم ولګوي.
 
د ايران اسلامي جمهوريت تر اوسه پورې په بيلابيلو وختونو کې د افغانستان له اړمنو خلکو سره د مرستو ډيرې مرستې کړي دي.


د مطلب کود: 277613

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277613/د-ایران-اسلامي-جمهوریت-په-افغانستان-کې-روږدو-کسانو-له-کمپ-سره-۵۰-ټنه-اوړه-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com