دخپریدو نیټه :شنبه ۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 277417
د افغانستان د ښځو د والیبال ټیم به د چین په اسیایي لوبو کې د قزاقستان له ټیم سره مخامخ شي
د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله نن (شنبه، میزان ۸) په چین کې د اسیایي سیالیو په لړ کې د قزاقستان له لوبډلې سره لوبه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: دا د چین د هانګزو په سیالیو کې د افغانستان د ښځینه والیبال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه ده.
 
په همدې حال کې کیمیا یوسفي، چې په اسیایي لوبو کې د افغانستان استازیتوب کوي، د جمعې په ورځ د ۱۰۰ مترو په ځغاسته کې وروستی ځای خپل کړ.
 
هغې ای اېف پي ته وویل، په اسیايي سیالیو کې د افغان نجونو استازیتوب تر رتبې ډېر مهم و.
 
د کیمیا یوسفي په ګډون ۱۴ ښځینه ورزشکارانو د افغانستان په استازیتوب په اسیایي سیالیو کې ګډون کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcdf50x5yt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته