کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ښځو د والیبال ټیم به د چین په اسیایي لوبو کې د قزاقستان له ټیم سره مخامخ شي

8 میزان 1402 ساعت 10:42

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله نن (شنبه، میزان ۸) په چین کې د اسیایي سیالیو په لړ کې د قزاقستان له لوبډلې سره لوبه کوي.


آوا: دا د چین د هانګزو په سیالیو کې د افغانستان د ښځینه والیبال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه ده.
 
په همدې حال کې کیمیا یوسفي، چې په اسیایي لوبو کې د افغانستان استازیتوب کوي، د جمعې په ورځ د ۱۰۰ مترو په ځغاسته کې وروستی ځای خپل کړ.
 
هغې ای اېف پي ته وویل، په اسیايي سیالیو کې د افغان نجونو استازیتوب تر رتبې ډېر مهم و.
 
د کیمیا یوسفي په ګډون ۱۴ ښځینه ورزشکارانو د افغانستان په استازیتوب په اسیایي سیالیو کې ګډون کړی دی.
 


د مطلب کود: 277417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277417/د-افغانستان-ښځو-والیبال-ټیم-چین-په-اسیایي-لوبو-کې-قزاقستان-له-سره-مخامخ-شي

آوا
  https://www.avapress.com