دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 277310
په بدخشان کې د کانونو د ساتنې کمیټه جوړه شوه
د بدخشان سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د کانونو د غیر قانوني استخراج د مخنیوي او ساتنې په موخه د یوې کمېټې د جوړولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ګډه کمېټه د دغه ولایت د والي په مشرۍ له یو شمېر دولتي ادارو څخه جوړه شوې ده.
 
د دوی په وینا دغه کمېټه د اسلامي امارت د وزارت د حکم پر اساس د کانونو د غیر قانوني استخراج د مخنیوي په موخه جوړه شوې ده.
 
دوی دغه راز زیاته کړه، دغه کمېټه دنده لري چې د دغه ولایت د کانونو وضعیت وڅېړي او د دغه ولایت د کانونو د عوایدو د ضایع کېدو مخه ونیسي.
 
بدخشان د هېواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې د هېواد په شمال کې د قیمتي ډبرو کانونه لري.
 
https://avapress.com/vdcfyed0xw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته