کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د کانونو د ساتنې کمیټه جوړه شوه

5 میزان 1402 ساعت 16:20

د بدخشان سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د کانونو د غیر قانوني استخراج د مخنیوي او ساتنې په موخه د یوې کمېټې د جوړولو اعلان وکړ.


آوا - مزارشریف: د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ګډه کمېټه د دغه ولایت د والي په مشرۍ له یو شمېر دولتي ادارو څخه جوړه شوې ده.
 
د دوی په وینا دغه کمېټه د اسلامي امارت د وزارت د حکم پر اساس د کانونو د غیر قانوني استخراج د مخنیوي په موخه جوړه شوې ده.
 
دوی دغه راز زیاته کړه، دغه کمېټه دنده لري چې د دغه ولایت د کانونو وضعیت وڅېړي او د دغه ولایت د کانونو د عوایدو د ضایع کېدو مخه ونیسي.
 
بدخشان د هېواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې د هېواد په شمال کې د قیمتي ډبرو کانونه لري.
 


د مطلب کود: 277310

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277310/په-بدخشان-کې-د-کانونو-ساتنې-کمیټه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com