افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل والي محمد قاسم خالد د دوشنبې په ورځ د کابل - جلال آباد پر لویه لار د ځمکې ښویدنې له سیمې څخه لیدنه وکړه او له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره د بیا پرانیستلو کار پای ته ورسوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي خالد د دې لارې د مسافرو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي د کابل – جلال آباد لویه لار ژر تر ژره د ټولو موټرو پر مخ پرانیستل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د مسافرو لپاره بدیل لاره جوړه شوې او له دې لارې ټرافیکي تګ راتګ کوي.
د يادونې وړ ده، چې د کابل - جلال آباد لويه لار تېره ورځ د غره د ښويېدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، چې تر اوسه بېرته نه ده خلاصه شوې.