کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - جلال آباد د لویې لارې د پرانیستلو چارې پیل شوې

3 میزان 1402 ساعت 16:10

د کابل ولایت چارواکي وايي، د فواید عامې او کانونو ریاستونو په همکارۍ یې د ماهیپر په سیمه کې د کابل - جلال آباد د لویې لارې د بیا پرانیستلو عملي کار پیل کړی دی.


آوا - کابل: د کابل والي محمد قاسم خالد د دوشنبې په ورځ د کابل - جلال آباد پر لویه لار د ځمکې ښویدنې له سیمې څخه لیدنه وکړه او له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره د بیا پرانیستلو کار پای ته ورسوي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي خالد د دې لارې د مسافرو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي د کابل – جلال آباد لویه لار ژر تر ژره د ټولو موټرو پر مخ پرانیستل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د مسافرو لپاره بدیل لاره جوړه شوې او له دې لارې ټرافیکي تګ راتګ کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د کابل - جلال آباد لويه لار تېره ورځ د غره د ښويېدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، چې تر اوسه بېرته نه ده خلاصه شوې.
 


د مطلب کود: 277188

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277188/د-کابل-جلال-آباد-لویې-لارې-پرانیستلو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com