دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 276719
په کابل ښار کې د ۱۷۰۰ زره افغانیو د غلا مخه ونیول شوه
دکابل دامنيه قوماندانۍ وياند وايي: درې تنه غله چې غوښتل يې له يوه سوداګر څخه ١،٧ ميليونه افغانۍ غلا کړي، ونيول شول.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې د پولیسو سره په وسله واله نښته کې یو تن غل وژل شوی، یو تن نیول شوی او بل په تیښته بریالی شوی دی.
 
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن (یکشنبه، ۲۶ سنبله) په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي: درې تنه غله چې غوښتل یې له یوه سوداګر څخه ۱،۷ میلیونه افغانۍ غلا کړي، د ۱۷مې حوزې له پولیسو سره په وسله واله نښته کې وژل شوي دي. ولسوال: يو تن غل ووژل شو، يو يې ونيول شو او بل په تېښته بريالى شو.
 
هغه زياته کړه، چې د پيسو د غلا مخه يې نيولې او ټولې پيسې يې سوداګر ته سپارلي دي.
 
په همدې حال کې د کابل پولیسو تېره ورځ په کابل ښار کې یوه اته کسیزه موټر غله له ۹ غلا شویو موټرو سره نیولې ده.
https://avapress.com/vdchz-niw23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته