دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 276570
کاناډا ته د ۳۳۰ افغان کډوالو ورتګ
د کاناډا د کډوالو وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې ۳۳۰ افغان کډوال دغه هیواد ته داخل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کاناډا د کډوالو وزارت ویلي چې په ۲۸ ټولنو کې به نوي راغلي کډوال میشت شي.
 
د کاناډا د کډوالو وزارت ویلي دي چې تر دې دمه له ۳۷ زرو څخه ډیر افغان اتباع دغه هیواد ته داخل شوي دي.
 
دغه وزارت وايي، کاناډا هڅه کوي چې د روان کال تر پایه لږ تر لږه څلوېښت زره افغان اتباع کاناډا ته انتقال کړي.
 
https://avapress.com/vdccmeqix2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته