دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 276370
د تورخم د لارې د بندیدو دوام به سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان ورسوي
د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي خبرداری ورکوي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم په لاره کې د ستونزې د حل نه کېدو سره به د دواړو هېوادونو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان ورسېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تورخم د دروازې د تړلو څلورمه ورځ هم په همدې حال کې ده چې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر غړو د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د دواړو لورو دولتي چارواکي باید د ستونزې د حل لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
 
د دوی د څرګندونو پر بنسټ؛ که د تورخم دروازه همداسې تړلې پاتې شي او د پولې ستونزه هواره نه شي، د پولې دواړو غاړو سوداګرو په ځانګړې توګه د تازه مېوو او سبزیو سوداګرو ته به میلیونونه ډالر زیان اوښتی وي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي د شنبې په ورځ (د سنبلي ۱۸مه) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د تورخم د لارې بندیدل افغان او پاکستاني سوداګرو او خصوصي سکتور ته زیان رسوي.
 
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې اوس د مېوو په ځانګړې توګه د انګورو او خټکيو د پېر وخت دی، زياته کړه چې زموږ لسګونه تازه مېوې پاکستان ته ځي او په دې سوداګرۍ کې له موږ سره پاکستانيان هم شريک دي.
 
هغه وويل، له بلې خوا زموږ ترانزيټي توکي د کراچۍ له لارې هېواد ته راځي او که د تورخم لاره همداسې بنده پاتې شي، نو زيان به مو وي.
 
د الکوزي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په لاره کې ستونزې نه یوازې افغان سوداګر زیانمن کړي، بلکې د هېواد پر بازارونو یې هم منفي اغېز کړی دی.
 
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکي هم وايي، هغه کرنیز محصولات چې باید په لنډ وخت کې خپل منزل ته ورسیږي د تورخم په بندر کې بند شوي دي.
 
دغه خونې له سرپرست حکومته غوښتي چې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد لپاره د بدیلو لارو لکه د هوايي دهلېز او د ایران د بندر عباس بندر د فعالولو لپاره اقدام وکړي.
 
د کرنې او مالدارۍ د خونې اجراییه رییس وسیم صافي وویل، اسلامي امارت باید د هېواد سوداګرو ته له ایران او یا بندر عباس څخه بدیل لارې برابرې کړي.
 
هغه زیاته کړه چې اوس د تازه میوو او سبزیجاتو موسم دی چې موږ کولی شو ترکیې او عراق ته انتقال کړو او هلته د خپلو محصولاتو لپاره ښه بازار لرو.
 
بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، هغه ستونزه چې د تورخم په لاره کې رامنځ ته شوې، تر ټولو لوی اقتصادي زیان یې په هېواد کې خصوصي سکتور ته اړولی دی.
 
د اقتصادي چارو یو کارپوه عبدالواحد لالي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ د هېواد اقتصاد او په تېره بیا خصوصي سکتور ته زیان رسوي او له بلې خوا پاکستان ته هم تر ډېره حده زیان رسېږي.
 
لالي څرګنده کړه، چې د افغانستان ډېری خوراکي توکي له پاکستانه واردېږي، خو د تورخم د لارې بندېدل به د هېواد پر بازارونو منفي اغېز وکړي.
 
له دې سره سره د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې د سرحدي ستونزو د هواري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د بېرته عادي حالت لپاره هڅې روانې دي.
 
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت رهبري د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره په خبرو کې دغه موضوع تعقیبوي او له مشروع ګټو څخه دفاع کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تورخم لارې د تړلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پاکستاني چارواکو له خوا د "جی ډي" اسنادو د پروسې په ترڅ کې د کراچۍ په بندر کې د افغانستان د حساسو ترانزیتي توکو د بندولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه، چې نور له یوې اونۍ راهیسې د مالونو څه باندې دوه زره کانټینرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د تورخم دروازه د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغان پوله ساتو او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته تړل شوې وه.
 
د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د افغانستان څلور ماشومان، دوه د اسلامي امارت ځواکونه او دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۶ افغان او څلور پاکستاني اتباع ټپیان شوي دي.
 
ځايي سرچينې وايي، د لارې له تړل کېدو وروسته د پولې دواړو غاړو ته سلګونه مسافر او سوداګريز توکي لېږدول بند پاتې دي.
 
تورخم د هېواد په کچه له ګڼې ګوڼې ډکه لاره ده، چې وخت په وخت له پاکستان سره د سیاسي اختلافاتو او پوځي جګړو له امله تړل کېږي.
 
https://avapress.com/vdca0inuw49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته