دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۹
د مطلب کود : 276040
په کابل کې د اوبو لګولو د یوې پروژې له پیل سره څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ناروې کمیټې په همکارۍ د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوې پروژې په پیلولو سره ۲۴۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکوي، چې په دې پروژه کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه د باران او واورو د اوبو د ذخیره کولو په موخه د اوبو پاکول او د ذخیرو جوړول شامل دي.
 
دا پروژه شل ورځې دوام کوي او مالي لګښت یې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې لخوا ورکول کیږي.
 
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډي کمیټې په همکارۍ د دغه ولایت د علي آباد ولسوالۍ ۱۲۰ بزګرانو ته د وزو او پسونو د وړیو او ویښتانو د راټولولو تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام پیل کړ.
 
  په دې پروګرام کې بزګرانو ته په نظري او عملي ډول د وزو او پسونو د وړیو او ویښتانو د راټولولو څرنګوالی ښوول کیږي.
 
https://avapress.com/vdceep8w7jh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته