کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د اوبو لګولو د یوې پروژې له پیل سره څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

12 سنبله 1402 ساعت 9:09

د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ناروې کمیټې په همکارۍ د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوې پروژې په پیلولو سره ۲۴۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړه.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکوي، چې په دې پروژه کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه د باران او واورو د اوبو د ذخیره کولو په موخه د اوبو پاکول او د ذخیرو جوړول شامل دي.
 
دا پروژه شل ورځې دوام کوي او مالي لګښت یې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې لخوا ورکول کیږي.
 
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډي کمیټې په همکارۍ د دغه ولایت د علي آباد ولسوالۍ ۱۲۰ بزګرانو ته د وزو او پسونو د وړیو او ویښتانو د راټولولو تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام پیل کړ.
 
  په دې پروګرام کې بزګرانو ته په نظري او عملي ډول د وزو او پسونو د وړیو او ویښتانو د راټولولو څرنګوالی ښوول کیږي.
 


د مطلب کود: 276040

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276040/په-کابل-کې-د-اوبو-لګولو-یوې-پروژې-له-پیل-سره-څه-باندې-دوه-زره-کسانو-ته-کار-زمینه-برابره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com