افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت اقتصادی مرستیال د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې نړیوال بانک د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۳۱ مه د افغانستان د اقتصادی وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په برخه کې شوي پرمختګ ته اشاره کوي.
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې د تېرو میاشتو په پرتله د انفلاسیون کچه راټیټه شوې، د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړ شوی دی. د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې کموالی، په بانکي سیستمونو کې پرمختګ شوی دی.
د نړیوال بانک په راپور کې دا هم راغلي: په ځانګړي ډول د سوداګریزو شرکتونو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي او د کار زمینه ورته برابره شوې ده، د صادراتو تر څنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه هم لوړه شوې ده، د معاشونو کچه هم لوړه شوې ده. دولتي کارکوونکو ته په خپل وخت معاشونه ورکړل شوي او خلکو ته با کیفیته خدمات وړاندې شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د خپاره شوي راپور ستاینه وکړه او ویې ویل: په راپور کې موجود حقایق او پرمختګونه د نړیوال بانک له لوري وړاندې شوي یو هدفمند حقیقت دی چې اسلامي امارت دی. باور لري چې که نړيواله ټولنه مثبته خبره وکړي، بنديزونه لرې کړي او د افغانستان کنګل شوې سرمايه به ازاده کړي. په دې صورت کې به افغانستان د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم د پام وړ پرمختګ وکړي.
د اقتصاد وزارت د اعلامیې له مخې؛ «همدارنګه اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پرمختګ په حال کې دې نړۍ ته د افغانستان له واقعي وضعیت او پرمختګونو خبر کړي».
په خبرپاڼه کې ویل شوي: "اسلامي امارت له نړیوال بانک څخه غوښتنه کوي، چې هغه پروژې چې د دغه سازمان له خوا تمویل شوې وې، بیا پیل او بشپړې کړي او اوس نیمایي بشپړې شوي دي."