دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 275737
اسلامي امارت له جواز پرته د ډبرو سکرو پر صادراتو بندیز ولګاوه
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د روان کال د عقرب میاشتې له لومړۍ نیټې څخه به هیڅ پانګه وال د وزارت له لیکلي اجازې پرته د ډبرو سکاره بهر ته صادر نه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت په اعلامیه کې چې په ایکس کې خپره شوې، ویل شوي چې دغه وزارت به د ډبرو سکرو د صادراتو بهیر پخپله َاړه واخلي.
 
په دې اعلان کې ویل شوي چې ټول پانګوال کولی شي د سکرو د صادراتو بهیر په عادي توګه د عقرب تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د دې پریکړې په اړه څه نه دي ویلي.
 
تېر کال اسلامي امارت د هر ټن صادراتي سکرو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه، چې ۳۰ سلنه یې مالیه وه.
 
له هغه وخت راهیسې، اسلامي امارت څو څو وارې ګمرکي محصول او "شاهي تعرفه" کمه کړې ده. اوس مهال د هر ټن ډبرو سکرو د صادراتو په بدل کې ۳۰ ډالره ګمرکي مالیه او ۲۲۰۰ افغانۍ "شاهي تعرفه" اخیستل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcgwn9xuak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته