کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت: د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستی راپور حقیقت لري

12 سنبله 1402 ساعت 9:06

اسلامي امارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستی خپور شوی راپور یو هدفمند حقیقت بللی او ویلي یې دي چې که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه کړي نو بندیزونه به لیرې کړي او په دې صورت کې به افغانستان د پام وړ پرمختګ وکړي.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت اقتصادی مرستیال د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې نړیوال بانک د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۳۱ مه د افغانستان د اقتصادی وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په برخه کې شوي پرمختګ ته اشاره کوي.
 
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې د تېرو میاشتو په پرتله د انفلاسیون کچه راټیټه شوې، د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړ شوی دی. د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې کموالی، په بانکي سیستمونو کې پرمختګ شوی دی.
 
د نړیوال بانک په راپور کې دا هم راغلي: په ځانګړي ډول د سوداګریزو شرکتونو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي او د کار زمینه ورته برابره شوې ده، د صادراتو تر څنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه هم لوړه شوې ده، د معاشونو کچه هم لوړه شوې ده. دولتي کارکوونکو ته په خپل وخت معاشونه ورکړل شوي او خلکو ته با کیفیته خدمات وړاندې شوي دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د خپاره شوي راپور ستاینه وکړه او ویې ویل: په راپور کې موجود حقایق او پرمختګونه د نړیوال بانک له لوري وړاندې شوي یو هدفمند حقیقت دی چې اسلامي امارت دی. باور لري چې که نړيواله ټولنه مثبته خبره وکړي، بنديزونه لرې کړي او د افغانستان کنګل شوې سرمايه به ازاده کړي. په دې صورت کې به افغانستان د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم د پام وړ پرمختګ وکړي.
 
د اقتصاد وزارت د اعلامیې له مخې؛ «همدارنګه اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پرمختګ په حال کې دې نړۍ ته د افغانستان له واقعي وضعیت او پرمختګونو خبر کړي».
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي: "اسلامي امارت له نړیوال بانک څخه غوښتنه کوي، چې هغه پروژې چې د دغه سازمان له خوا تمویل شوې وې، بیا پیل او بشپړې کړي او اوس نیمایي بشپړې شوي دي."
 


د مطلب کود: 276038

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276038/اسلامي-امارت-د-افغانستان-اقتصادي-وضعیت-په-اړه-نړیوال-بانک-وروستی-راپور-حقیقت-لري

آوا
  https://www.avapress.com