دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 275797
د اسلامي امارت لخوا د جمهوري ریاست مسوولینو ته د مصونیت د کارټونو ویش
له شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون چارواکي وايي، په هېواد کې مېشت د ولسي جرګې یو شمېر غړو، جنرالانو او د پخوانۍ ادارې علمي شخصیتونو ته د مصونیت کارټونه وېشل شوي، څو د نورو افغانانو په څېر په هېواد کې په خوندي توګه ژوند وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مولوی ذاکر؛ له افغان شخصيتونو سره د اړيکو د ټينګښت د کمېسيون مشر او د رئیس الوزرا د سياسي مرستيال د دفتر رييس وويل، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو، جنرالانو او د پخوانۍ ادارې علمي څېرو ته د مصونیت کارټونه وېشل شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي، چې په هېواد کې پاتې پخوانيو سیاسي څېرو ته د ژوند خوندي شرایط برابر کړي.
 
د ښاغلي ذاکر په وینا، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون د نوې کړنلارې پر بنسټ به پخوانیو سیاسي څېرو ته د مصونیت کارټونه وېشل کېږي او پر هغو سیاسي څېرو سربېره چې له بهر څخه راغلي، په هېواد کې پاتې پخواني سیاسي څېرې هم کولای شي، نوي کارتونه ترلاسه کړئ.
 
تر دې مخکې د جمهوري ریاست ځینو سیاستوالو او پوځیانو د اسلامي امارت د ځینو ځواکونو له خوا د دوی له ځورولو شکایت کړی و.
 
https://avapress.com/vdccopqim2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته