کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت لخوا د جمهوري ریاست مسوولینو ته د مصونیت د کارټونو ویش

8 سنبله 1402 ساعت 9:03

له شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون چارواکي وايي، په هېواد کې مېشت د ولسي جرګې یو شمېر غړو، جنرالانو او د پخوانۍ ادارې علمي شخصیتونو ته د مصونیت کارټونه وېشل شوي، څو د نورو افغانانو په څېر په هېواد کې په خوندي توګه ژوند وکړي.


آوا - کابل: مولوی ذاکر؛ له افغان شخصيتونو سره د اړيکو د ټينګښت د کمېسيون مشر او د رئیس الوزرا د سياسي مرستيال د دفتر رييس وويل، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو، جنرالانو او د پخوانۍ ادارې علمي څېرو ته د مصونیت کارټونه وېشل شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي، چې په هېواد کې پاتې پخوانيو سیاسي څېرو ته د ژوند خوندي شرایط برابر کړي.
 
د ښاغلي ذاکر په وینا، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون د نوې کړنلارې پر بنسټ به پخوانیو سیاسي څېرو ته د مصونیت کارټونه وېشل کېږي او پر هغو سیاسي څېرو سربېره چې له بهر څخه راغلي، په هېواد کې پاتې پخواني سیاسي څېرې هم کولای شي، نوي کارتونه ترلاسه کړئ.
 
تر دې مخکې د جمهوري ریاست ځینو سیاستوالو او پوځیانو د اسلامي امارت د ځینو ځواکونو له خوا د دوی له ځورولو شکایت کړی و.
 


د مطلب کود: 275797

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275797/د-اسلامي-امارت-لخوا-جمهوري-ریاست-مسوولینو-ته-مصونیت-کارټونو-ویش

آوا
  https://www.avapress.com