دخپریدو نیټه :جمعه ۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 275500
د کابل په تره خېلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د تطبیق تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو
د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور پرون پنجشنبه د سنبلې ۲ مه د کابل ولایت په تره خېلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید پروژې د تطبیق تړون لاسلیک کړ.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د انرژی او اوبو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئیس غلام جیلانی حق پرست وویل: د دغه قرارداد پر اساس د "عوفی بهرام" شرکت په پانګونې سره د یادې پروژې د تطبیق چارې به ژر پیل شي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې او د حق پرست د خبرله مخې: په دې پروژه کې د پانګونې په خاطر د همکاريو موافقه ليک څه موده مخکې د اوبو او انرژۍ وزارت او د عوفي بهرام د کان د استخراج او پروسس د شرکت ترمنځ لاسليک شو.
 
ویل شوي، چې د انرژۍ او اوبو وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د برېښنا او لمریزې انرژۍ په سکتور کې د ملي او نړیوالو پانګوالو د جلب او جذب په برخه کې د دوی د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي او په دې برخه کې یو شمېر تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.
https://avapress.com/vdce7n8w7jh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته