کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په تره خېلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د تطبیق تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو

3 سنبله 1402 ساعت 9:47

د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور پرون پنجشنبه د سنبلې ۲ مه د کابل ولایت په تره خېلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید پروژې د تطبیق تړون لاسلیک کړ.


آوا – کابل: د انرژی او اوبو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئیس غلام جیلانی حق پرست وویل: د دغه قرارداد پر اساس د "عوفی بهرام" شرکت په پانګونې سره د یادې پروژې د تطبیق چارې به ژر پیل شي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې او د حق پرست د خبرله مخې: په دې پروژه کې د پانګونې په خاطر د همکاريو موافقه ليک څه موده مخکې د اوبو او انرژۍ وزارت او د عوفي بهرام د کان د استخراج او پروسس د شرکت ترمنځ لاسليک شو.
 
ویل شوي، چې د انرژۍ او اوبو وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د برېښنا او لمریزې انرژۍ په سکتور کې د ملي او نړیوالو پانګوالو د جلب او جذب په برخه کې د دوی د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي او په دې برخه کې یو شمېر تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.


د مطلب کود: 275500

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275500/د-کابل-په-تره-خېلو-سیمه-کې-۱۰-میګاواټه-لمریزې-برېښنا-پروژې-تطبیق-تړون-له-یوه-خصوصي-شرکت-سره-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com