دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 275465
هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکي درملو د واردولو مخه ونیول شي
د اسلامي امارت د خوراکي توکو او درملو د ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر د لومړي وزیر د دفتر له رئیس سره په کتنه کې د درملو د وارداتو د انحصار په مخنیوي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت د مسؤلینو د همکارۍ غوښتنه وکړه او په هیواد کې د ټیټ کیفیت لرونکي درملو د قاچاق او واردولو مخنیوی وشي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې ډاکټر عبدالباري عمر وویل: په دې څانګه کې د کار بهیر اسانه شوی، د درملو د خدماتو اتحادیې او شرکتونو ترمنځ ښه همکاري رامنځته شوې ده.
 
نوموړي د درملو د وارداتو د انحصار د ختمولو، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د بې کیفیته درملو د قاچاق او واردولو په مخنیوي کې د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
له بلې خوا په دې کتنه کې د رئیس الوزرا د دفتر عمومي رئیس ملا عبدالواسع وویل: موږ د باکیفیته درملو په واردولو ټینګار کوو، د خوړو او درملو د ملي ادارې وړاندیزونه او همدارنګه د درمل جوړونې د اتحادیې غوښتنې د اسلامي امارت له مشرانو سره شریکوو، تر څو ورته رسیدګي وشي.
 
https://avapress.com/vdcepn8wnjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته