افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ رئیس محمد شعیب بریالی رسنیو ته وویل چې په دریو هیوادونو (ایران، ترکیه او پاکستان) کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د پاسپورټونو د ویش بهیر پیل شوی دی.
هغه ټینګار کړی، چې دوی هڅه کوي، چې د سیمې په هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې لا زیاتې حل کړي او دغه بهیر په ازبکستان او چین کې هم بیا پیل کړي.
بريالي څرګنده کړه: په بهرنيو هېوادونو کې مېشت افغانان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې عمده يې د پاسپورټونو ستونزه ده.
په همدې حال کې په هېواد کې دننه افغانان د پاسپورټ د وېش بهیر له سستوالي شکایت کوي، دوی وايي چې له یو کال څخه زیات وخت کېږي چې د پاسپورټ په ویب پاڼه کې یې نوم لیکنه کړې خو لا یې هم د دوی پیغام نه دی ترلاسه شوی.