کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت:

په دریو هیوادونو کې د کډوالو لپاره د پاسپورتونو د ویش بهیر پیل شو

1 سنبله 1402 ساعت 9:56

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په درېیو هېوادونو (ایران، ترکیې او پاکستان) کې یې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده. دوی ټینګار کوي چې د سیمې په هېوادونو کې د افغان کډوالو د لا زیاتو ستونزو د حل په موخه په ازبکستان او چین کې د دغه بهیر د بیا پیلولو هڅې کوي.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ رئیس محمد شعیب بریالی رسنیو ته وویل چې په دریو هیوادونو (ایران، ترکیه او پاکستان) کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د پاسپورټونو د ویش بهیر پیل شوی دی.
 
هغه ټینګار کړی، چې دوی هڅه کوي، چې د سیمې په هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې لا زیاتې حل کړي او دغه بهیر په ازبکستان او چین کې هم بیا پیل کړي.
 
بريالي څرګنده کړه: په بهرنيو هېوادونو کې مېشت افغانان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې عمده يې د پاسپورټونو ستونزه ده.
 
په همدې حال کې په هېواد کې دننه افغانان د پاسپورټ د وېش بهیر له سستوالي شکایت کوي، دوی وايي چې له یو کال څخه زیات وخت کېږي چې د پاسپورټ په ویب پاڼه کې یې نوم لیکنه کړې خو لا یې هم د دوی پیغام نه دی ترلاسه شوی.
 


د مطلب کود: 275385

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275385/په-دریو-هیوادونو-کې-د-کډوالو-لپاره-پاسپورتونو-ویش-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com