دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 275189
په ننګرهار کې یو هلک او یوه نجلۍ د نامشروع اړیکو په تور د یوې کورنۍ غړي وژلي دي
د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې یو هلک او یوه نجلۍ د خپلې کورنۍ د یوه غړي له خوا په ډزو وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن یکشنبه د اسد ۲۹ مه په یوه راپور کې ویلی چې دا پېښه د نازیانو ولسوالۍ په میلوی سیمه کې رامنځته شوې ده.
 
په راپور کې راغلي چې هلک او نجلۍ د "ساتونکي" ټوپک سره وژل شوي دي.
 
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: له پيښې وروسته پوځيانو وسله وموندله خو قاتل له ساحې څخه وتښتيد .
 
دغه دفتر زياته کړه چې په دې برخه کې پلټنې دوام لري او د قاتل د نيولو هڅې کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې لا هم کورنۍ تاوتريخوالى د بېلابېلو لاملونو لکه بې وزلۍ، رواني ناروغيو او په هېواد کې د نامسووله واکمنو دودونو له امله شتون لري.
https://avapress.com/vdch6mniw23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته