کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې یو هلک او یوه نجلۍ د نامشروع اړیکو په تور د یوې کورنۍ غړي وژلي دي

29 اسد 1402 ساعت 13:50

د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې یو هلک او یوه نجلۍ د خپلې کورنۍ د یوه غړي له خوا په ډزو وژل شوي دي.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن یکشنبه د اسد ۲۹ مه په یوه راپور کې ویلی چې دا پېښه د نازیانو ولسوالۍ په میلوی سیمه کې رامنځته شوې ده.
 
په راپور کې راغلي چې هلک او نجلۍ د "ساتونکي" ټوپک سره وژل شوي دي.
 
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: له پيښې وروسته پوځيانو وسله وموندله خو قاتل له ساحې څخه وتښتيد .
 
دغه دفتر زياته کړه چې په دې برخه کې پلټنې دوام لري او د قاتل د نيولو هڅې کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې لا هم کورنۍ تاوتريخوالى د بېلابېلو لاملونو لکه بې وزلۍ، رواني ناروغيو او په هېواد کې د نامسووله واکمنو دودونو له امله شتون لري.


د مطلب کود: 275189

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275189/په-ننګرهار-کې-یو-هلک-او-یوه-نجلۍ-د-نامشروع-اړیکو-تور-یوې-کورنۍ-غړي-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com