دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 275148
په ننګرهار کې د ۱۴۰۰ بې ځایه شویو کورنیو لپاره سرپناه جوړیږي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته به د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار او ۲۲ ولسوالیو کې ۱۴۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته سرپناه جوړه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د اسد په ۲۸مه په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه پروژه به په جلال آباد ښار او د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې پیل شي.
 
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژه د اقتصاد ریاست په هلو ځلو، د کډوالو چارو ریاست او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته او د "WAW" موسسې په تخنیکي همکارۍ پیلېږي.
 
تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی و، چې په لغمان ولایت کې به د بې ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره ۳۲۵ دایمي سرپناه جوړوي.
 
د يادونې وړ ده، چې هېواد ته راستانه شوي يو شمېر کډوال د استوګنې د نشتوالي له ننګونو سره مخ دي او بهرنۍ موسسې له دغو کډوالو سره مرستې کوي.
 
https://avapress.com/vdcc0pqi42bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته