کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د ۱۴۰۰ بې ځایه شویو کورنیو لپاره سرپناه جوړیږي

29 اسد 1402 ساعت 8:52

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته به د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار او ۲۲ ولسوالیو کې ۱۴۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته سرپناه جوړه شي.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د اسد په ۲۸مه په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه پروژه به په جلال آباد ښار او د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې پیل شي.
 
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژه د اقتصاد ریاست په هلو ځلو، د کډوالو چارو ریاست او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته او د "WAW" موسسې په تخنیکي همکارۍ پیلېږي.
 
تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی و، چې په لغمان ولایت کې به د بې ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره ۳۲۵ دایمي سرپناه جوړوي.
 
د يادونې وړ ده، چې هېواد ته راستانه شوي يو شمېر کډوال د استوګنې د نشتوالي له ننګونو سره مخ دي او بهرنۍ موسسې له دغو کډوالو سره مرستې کوي.
 


د مطلب کود: 275148

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275148/په-ننګرهار-کې-د-۱۴۰۰-بې-ځایه-شویو-کورنیو-لپاره-سرپناه-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com