دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 275070
د جنوبي کوریا په نړیوال فستیوال کې اته افغان ورزشکاران برخه اخیستی
د تکواندو نړیوال فستیوال نن په جنوبي کوریا کې د افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیل شوي.
افغان غږ خبری آژانس: په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه د تکواندو اته تنه ورزشکاران ګډون کړي.
 
د افغانستان د تکواندو فدراسيون يوې سرچينې د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ به د اوو ورځو لپاره د جنوبي کوريا د ګانګوان په ښارکې ترسره شوي.
 
دغه فدراسیون هیله لري چې افغان لوبغاړي به له دغو نړیوالو سیالیو څخه له لاسته راوړنو سره هېواد ته راستانه شي.
https://avapress.com/vdcgun9xzak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته