دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 274649
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا د تایلنډ له لوبډلې سره مخامخ کېږي
سبا جمعه به د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د انټرکانټینینټل (براعظمي) ټورنمنټ په نیمه پایلوبه کې د تایلنډ له لوبډلې سره، چې د دغه ټورنمنټ کوربه ده، سیالي وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: ټاکل شوې ده دغه لوبه سبا جمعه د اسد په ۲۰ مه نېټه د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو پیل شي.
 
د افغانستان لوبډلې د دې ټورنمنټ په ګروپي پړاو کې خپلې دواړه لوبې د چک جمهوریت او موزمبیق سره مساوي کړې.
 
د يادونې وړ ده، چې په اسيا کې د فوټسال سياليو په درجه بندۍ کې تايلند څلورم او افغانستان په ١٢م مقام کې دى.
https://avapress.com/vdchkkniw23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته