کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا د تایلنډ له لوبډلې سره مخامخ کېږي

20 اسد 1402 ساعت 13:41

سبا جمعه به د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د انټرکانټینینټل (براعظمي) ټورنمنټ په نیمه پایلوبه کې د تایلنډ له لوبډلې سره، چې د دغه ټورنمنټ کوربه ده، سیالي وکړي.


آوا: ټاکل شوې ده دغه لوبه سبا جمعه د اسد په ۲۰ مه نېټه د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو پیل شي.
 
د افغانستان لوبډلې د دې ټورنمنټ په ګروپي پړاو کې خپلې دواړه لوبې د چک جمهوریت او موزمبیق سره مساوي کړې.
 
د يادونې وړ ده، چې په اسيا کې د فوټسال سياليو په درجه بندۍ کې تايلند څلورم او افغانستان په ١٢م مقام کې دى.


د مطلب کود: 274649

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274649/د-افغانستان-فوټسال-ملي-لوبډله-سبا-تایلنډ-له-لوبډلې-سره-مخامخ-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com