دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 274509
د پاکستان نفوس له ۲۴۰ میلیونو څخه اوښتی دی
په پاکستان کې د اوومې سرشمیرنې له مخې د دغه هیواد ټول نفوس ۲۴۱ میلیونه او ۴۹۰ زره کسانو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د اوومې سرشمیرنې له مخې د دغه جنوبي اسیا هیواد ټول نفوس ۲۴۱ میلیونه او ۴۹۰ زره تنو ته رسیدلی دی.
 
د دغو پایلو له مخې یوازې په شپږو کلونو کې د پاکستان نفوس ۳۵ میلیونه کسانو ته لوړ شوی دی.
 
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل چې د کال 2.5 فیصده وده د نغدو پیسو د ځپلو هیواد لپاره "لوی ننګونه" ده.
 
ښاغلي شریف وویل "د پاکستان د نفوسو د ودې کچه د هغې د اقتصادي ودې په پرتله لوړه ده."
 
په عین حال کې پاکستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو د کمیدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.
 
https://avapress.com/vdccx0qio2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته